د بغلان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې دا مهال په دغه ولایت کې ۷۷ لویې او کوچنۍ تولیدي کارخونې فعالیت لري، چې شاوخوا ۷ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د بغلان د صنعت او سوداګرۍ رئیس قاري محمد نعیم همکار ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې د امارتي کارخونو فعالیتونه پراخ شوي او هغه کارخونې چې مخکې له رکود سره مخ وې، بېرته فعالې شوې دي.

#افغانستان #بغلان #صنعت #تولید #کارخونې #اقتصاد #کار #خبر_کوتاه

Share.