د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کې پر یوې امنیتي پوستې د موټر بم او وسلهوال برید له امله درې پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. پاکستاني رسنیو د امنیتي چارواکو له قوله ویلي، بریدګرو پرون ماښام لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د پولیسو پوستې سره نږدې وچاودنه ورکړه، چې له امله یې د پوستې ودانۍ په بشپړه توګه ونړېده. پولیسو په وینا، د پېښې پر مهال په پوسته کې ۱۵ پولیسو دنده ترسره کوله. د راپورونو له مخې له چاودنې وروسته بریدګر پوستې ته ننوتل او پر پولیسو یې جګړه پیل کړه. په راپور کې ویل شوي، کله چې نور امنیتي ځواکونه د مرستې لپاره سیمې ته ورسېدل، بریدګرو هغوی ته کمین نیولی وو چې په پایله کې نور سرتېري هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.
#بنو #خیبرپښتونخوا #پاکستان #موټربم #امنیتي_برید #پولیس #چاودنه #وسله_وال_برید #نړیوال_خبرونه
