د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، روسیه چمتو ده چې د ایران غني شوي یورانیم خپل هېواد ته ولېږدوي او هلته یې خوندي وساتي. نوموړي په مسکو کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، روسیې تر دې وړاندې هم په ۲۰۱۵ کال کې د ایران غني شوي یورانیم انتقال کړي وو او اوس هم کولی شي دغه تجربه بیا تکرار کړي. پوتین زیاته کړې، ایران ځکه د یورانیمو د لېږد مخالفت کوي چې امریکا غواړي دغه مواد خپلې خاورې ته انتقال کړي. د هغه په وینا، مسکو له تهران او واشنګټن سره په دوامداره تماس کې دی او هڅه کوي روان کړکېچ د خبرو له لارې حل شي. د روسیې ولسمشر هیله څرګنده کړې چې روانه جګړه او تاوتریخوالی به ژر پای ته ورسېږي.
#روسیه #ایران #پوتین #یورانیم #اټومي_پروګرام #واشنګټن #مسکو #سیاست #نړیوال_خبرونه
