په کابل کې د جاپان سفارت ویلي، چې د ۲۰۲۷ کال لپاره يې افغان محصلینو ته تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي دي. دغه بورسونه د هغو زده‌کوونکو لپاره دي چې غواړي د جاپان په پوهنتونونو کې په څېړنیزو برخو کې لوړې زده‌کړې وکړي. یاد سفارت ویلي، غوښتونکي باید د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې تر ۲۵مې نېټې خپل اسناد په انلاین بڼه وسپاري. د جاپان سفارت د نوم لیکنې لپاره ځانګړی لارښود هم خپور کړی او د اسنادو د دقیق سپارلو غوښتنه یې کړې ده. د جاپان سفارت په وینا، ازموینې به یوازې په کابل کې ترسره کېږي.

#جاپان #بورسونه #افغان_محصلین #تحصیلي_فرصتونه #لوړې_زده‌کړې #کابل #تعلیم #۲۰۲۷

Share.