د ازبکستان له لوري افغانستان ته د کرنیز سکټور د پیاوړتیا په موخه ۴۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه استول شوي دي.

د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، په دغو مرستندویه تخمونو کې د پنبې، وریجو او بېلابېلو سبزیجاتو اصلاح شوي تخمونه شامل دي، چې د حیرتان بندر له لارې هېواد ته رسېدلي دي.

د سرچینې په وینا، ټاکل شوې دغه تخمونه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې بزګرانو ته ووېشل شي، څو د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د کښت د کیفیت د ښه‌والي لامل شي.

د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، د اصلاح شويو تخمونو کارول کولی شي د حاصلاتو کچه لوړه او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کړي.

#ازبکستان #افغانستان #کرنه #اصلاح_شوي_تخمونه #بزګران #بلخ #حیرتان #کرنیز_پرمختګ

Share.