د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په بازار کې زوروره چاودنه شوې چې له امله یې نهه کسان وژل شوي دي. پاکستاني پولیسو ویلي، په وژل شویو کې دوه د ترافیک پولیس هم شامل دي. عیني شاهدان وايي چاودنه ډېره زوروره وه او په سیمه کې یې ګڼ موټرونه زیانمن کړي او خلکو ته یې مالي تاوانونه اړولي دي. د خیبر پښتونخوا د والي دفتر پېښه غندلې او له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. د چارواکو په وینا تر اوسه د چاودنې د څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي.
#لکي_مروت #خیبرپښتونخوا #پاکستان #چاودنه #امنیت #پولیس #پېښه #خبرونه
