د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې پنځه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یادکمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۲۷۷ کورنۍ چې ۵۰۹۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي. د خبر له مخې، تېره ورځ ۷۸۴ راستنې شوې کورنۍ چې ۴۲۹۲ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۸۷۵کورنیو سره مرسته شوې ده. یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۸۹۴ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
#کډوال #افغانستان #ایران #پاکستان #راستنیدنه #مرستې #تورخم #اسلام_کلا #سپین_بولدک
