د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، متحده عربي اماراتو په پټه د ایران پر ضد پوځي بریدونه کړي دي. راپور وایي، په دغو بریدونو کې د فارس خلیج د لاوان ټاپو پر یوې نفتي تصفیې خونې برید هم شامل و، چې له امله یې پراخ اور لګېدلی او د تصفیې خونې فعالیت زیانمن شوی دی. ایران ویلي وو چې دغه تاسیسات د «دښمن په برید» کې په نښه شوي او په ځواب کې یې پر اماراتو او کویټ د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

#ایران #امارات #فارس_خلیج #پوځي_برید #وال_سټریټ_ژورنال #منځنی_ختیځ #امنیت #سیاست

Share.