د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بېکدلي سره کتلي دي. د برېښنا شرکت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پر طرحې، نوې کېدونکې انرژۍ، د پانګونې فرصتونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي. ملا عبدالحق همکار ویلي، افغانستان د انرژۍ سکټور په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري او اړتیا ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډې همکارۍ لا پراخې شي.
#برېښنا #افغانستان #ایران #انرژي #پانګونه #کابل #همکارۍ
