د روسیې د اوسپنې پټلۍ شرکت اعلان کړی چې روسي او ازبک متخصصین د افغان ـ ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات ترسره کوي. د دې پروژې موخه د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اوسپنې پټلۍ مهم دهلېز رامنځته کول دي. د راپورونو له مخې، دا لاره به د ازبکستان له ترمذ ښار څخه پیل او د مزارشریف او کابل له لارې د پاکستان تر پېښور ښار پورې وغځېږي. د ټولګټو چارو وزارت هم ویلي چې د پروژې د تخنیکي مطالعاتو عملي کار به ډېر ژر پیل شي. د چارواکو په خبره د دې پروژې په عملي کېدو سره به د افغانستان ستراتیژیک اهمیت زیات، سوداګریزې اړیکې پراخې او د لېږد رالېږد لګښتونه راکم شي.

#افغان_ټرانس #اوسپنې_پټلۍ #افغانستان #ازبکستان #روسیه #سوداګري #ترانسپورټ #پېښور #کابل #مزارشریف

Share.