د ۲۰۱ خالد بن ولید قل اردو وياند وحيدالله محمدي ويلي د عبدالله بن زبېر دوهیمې سرحدي لوا د درېيم کنډک د کشف او ضد استخباراتو مسوولانو د مومندرې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې ۴ قاچاقبران له سينګار توکو ( ګلډن کریمونو، ډریم سټمک تېل) تېرهیډ کپسول، څلور د رنګ ډبي، درمل او بېلابېلو نورو وسايلو سره يو ځای نيولي، چې غوښتل یې له پاکستان څخه یې افغانستان ته قاچاق کړي.
ویل کیږي، چې نيول شوي قاچاقبران او اړوند توکي به له لومړنیو پلټنو وروسته قانوني مرجع ته وسپارل شي.
