د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت په تېر ۱۴۰۴ هـش کال کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال لسګونه میله وسلې او زرګونه فیره مرمۍ نیولې دي.
د مسؤلینو په خبره، په نیول شویو وسلو کې ۲۲ میله کلاشینکوفونه، څو تفنګچې او ۴ میله چرهیز ټوپکونه شامل دي. همداراز د دغو وسلو په تړاو ۵۲ تنه نیول شوي دي.
چارواکي وایي، چې نیول شوي کسان له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
#کندز #امنیت #وسلې #ترهګرۍ_ضد_مبارزه #کلاشینکوف #افغانستان #امن_او_ثبات #عدلي_او_قضایي_ارګانونه
