د عامې روغتیا وزارت وزارت په نوښت او د درملو او روغتیایي محصولاتو ټولنې په همکارۍ په کابل کې د ابوعلي سینا بلخي دویم ملي او نړۍوال نندارتون جوړ شو. د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد د نندارتون پرانیست‌غونډې مراسمو کې وویل، افغانستان کې ۴ زره قلمه د درملو صنعت خام مواد شته او که د پروسس لپاره یې کار وشي، نو ډېر ژر به په دغه برخه کې په ځان بسیا شو. زاهد زیاته کړې، چې د درملو صنعت برخه کې پانګونې ته اوس تر بل هر وخت زیاته زمینه برابره شوې ده او له پانګه والو یې د لا زیاتې پانګونې غوښتنه وکړه. د یادونې وړ ده چې د دې نندارتون موخه د کورني تولید ملاتړ، د روغتیایي صنعت وده او د ملي تولیداتو د بازار موندنې پراخول ښودل شوي دي.

#کابل #عامې_روغتیا #ابوعلي_سینا_بلخي #درملو_صنعت #روغتیایي_محصولات #کورني_تولیدات #Afghanistan #HealthExpo

Share.