افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، هغه ۱۹ افغان ماشومان چې د درملنې لپاره المان ته استول شوي وو، تر بشپړې درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه او خپلو کورنیو ته وسپارل شول. یادې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه ماشومان یا په اور شدید سوځېدلي وو او یا هم د مېکروبي هډوکو پر ناروغۍ اخته وو، چې د درملنې لپاره د المان د سولې کلي خیریه بنسټ ته لېږدول شوي وو. د ماشومانو کورنیو د خپلو اولادونو له رغېدو او بېرته راستنېدو خوښي څرګنده کړې او د دوی د ماشومانو د درملنې په برخه کې له افغاني سرې میاشتې او همکارو بنسټونو څخه مننه کړې ده.

#سره_میاشت #افغانستان #ماشومان #درملنه #المان #روغتیا #بیرته_راستنیدل

Share.