د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو درېیو ورځو کې ۳۷۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

دا کسان د قانوني اسنادو د نه‌لرلو له کبله د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي او زنداني شوي وه.

د خبرپاڼې له مخې؛ ۲۹۶ کسان د تورخم له لارې او ۷۷ نور د سپین‌بولډک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

چارواکو ویلي، دې کسانو ته د بشري مرستو له برابرولو وروسته؛ خپلو اصلي سیمو ته د لېږدولو آسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

#افغان‌کډوال #اصلي‌ټاټوبي‌ته‌دلېږدولوآسانتیاوې #دپاکستان‌زندانونه #بشري‌مرستې

Share.