په هرات ولایت کې ځايي مسوولین وایي، سږ کال د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوي او اټکل کېږي چې ۶۰۰ زره مټریک ټنو ته ورسېږي.

د د هرات د کرنې او مالدارۍ خونه په وینا، د پرله‌پسې بارانونو، د اوبو زیاتوالي او د نباتي افتونو د کمښت له امله د للمي او اوبیزو غنمو تولید ښه شوی دی. بزګران هم د روان کال کرنیز وضعیت مثبت ارزوي او وایي چې د تېر کال د وچکالۍ زیانونه به تر ډېره جبران شي.

په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۲۵۰ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې له دې ډلې څه باندې ۱۰۰ زره هکټاره للمي ځمکه ده.

#هرات #افغانستان #کرنه #غنم #حاصلات #اقتصاد #بزګري

Share.