د هرات ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د پستې بڼونو د پراختیا بهیر چټک شوی دی. د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر بشیر احمد احمدي ویلي چې اوس مهال د هرات په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۲ زره ۵۰۰ هکټاره د پستې بڼونه شتون لري. د هغه په وینا، پسته د هرات د اقلیمي شرایطو لپاره مناسب محصول دی او د لوړ اقتصادي ارزښت له امله یې د کروندګرو او پانګوالو پام ځان ته اړولی دی. هغه زیاتوي چې د پستې بڼونو پراختیا کولی شي د کرنیزو عوایدو په زیاتوالي، د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو او د کروندګرو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.

#هرات #پسته #کرنه #مالداري #اقتصادي_پراختیا #کروندګر #پانګونه #کاري_فرصتونه

Share.