د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، ۷۹ افغان کډوال چې د پاکستان په بندخونو کې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، یاد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو. هغوی تر ثبت او د لومړنیو بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي. سرچینه زیاتوي چې په خوشې شویو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي دواړه شامل وو

#افغان_کډوال #تورخم #بېرته_راستنېدل #پاکستان #مهاجرت #افغانستان #بشري_مرستې

Share.