د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان د کرنیزو صنایعو د یوه شرکت له مشر مراد قدرتوف سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوې دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې مراد قدرتوف ازبکستان، روسیې او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو لپاره د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی دی. دواړو لورو د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د افغان کرنیزو محصولاتو لپاره د نویو بازارونو د موندلو پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

#صنعت_او_سوداګرۍ #افغانستان #ازبکستان #تازه_میوې #صادرات #اقتصاد #سوداګري

Share.