د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۷۶۳ افغان کډوال ازاد شوي او بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه افغانان د قانوني اسنادو د نهلرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د مختلفو مودو لپاره بندیان وو، چې د روانې اونۍ په ترڅ کې ازاد کړل شول.
یاد وزارت زیاته کړې چې له ازاد شویو کډوالو څخه ۲۳۰ تنه د ننګرهار د تورخم او ۵۳۳ تنه د کندهار د سپینبولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
په راستانه شویو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل دي. د چارواکو په وینا، دغو کډوالو ته له ثبت وروسته اړینې مرستې برابرې شوې او بیا خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.
#افغان_کډوال #پاکستان #تورخم #سپین_بولدک #کډوال #افغانستان #بیرته_راستنېدل #کډوالو_چارو_وزارت
