د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي او د افغانستان او ایران د ګډو سوداګریزو خونو له رییسانو سره کتلي دي. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. د ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رییس ویلي، چې ایراني شرکتونه او پانګهوال په افغانستان کې د شته فرصتونو په پام کې نیولو سره د کانونو او نفتو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري. نوموړي زیاته کړې چې د دغو پانګونو پراختیا کولی شي د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.
#افغانستان #ایران #کانونه #نفت #پانګونه #اقتصاديهمکاري #سوداګري #کابل #اقتصاد #پرمختګ
