عدلیې وزارت ویلي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د بلخ ولایت په نهو ولسوالیو کې څه باندې ۱.۱ میلیون جریبه عامه څړځایونه تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت کړي دي. د یاد وزارت په وینا، له دې جملې څخه شاوخوا ۸۹۰ زره جریبه، چې ۸۰ سلنه جوړوي، لا هم د څړځای په بڼه پاتې دي، خو ۲۰ سلنه نورې ځمکې په کرنیزو ځمکو، هستوګنیزو کورونو او نورو تصرفاتو بدلې شوې دي. عدلیې وزارت ټینګار کړی چې پر عامه څړځایونو تېری او په شخصي استفادو یې بدلول د قانون له مخې منع دي. دغه وزارت زیاتوي چې په نورو ولایتونو کې هم د څړځایونو د تثبیت او ثبت بهیر روان دی.
#بلخ #څړځایونه #عدلیې_وزارت #ځمکو_غصب #عامه_ځمکې #کرنیزې_ځمکې #افغانستان #ځمکو_ثبت #قانون #خبرونه
