د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د خوړو او درملو پلاوي غونډه ترسره شوه. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د پلاوي غړو د خپلو سپارل شویو دندو او ترسره شویو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړي دي. همدارنګه د اړتیا وړ درملو د مجاز لېست د بشپړولو، د بېکیفیته درملو د وارداتو د مخنیوي او د هېواد د درملو د تنظیم د سیستم د معیاري کولو په اړه هراړخیز بحث او ارزونه شوې ده. خبرپاڼه کې ویل شوي، د غونډې په پای کې څارونکو ټیمونو ته دنده سپارل شوې څو په بازارونو کې د بېکیفیته او تاریختېرو خوړو او درملو د پېر او پلور د مخنیوي لپاره جدي څارنې ترسره کړي او د خلکو د روغتیا د ساتنې په برخه کې خپل اقدامات لا پیاوړي کړي.
#عبدالسلام_حنفي #خوړو_او_درملو_پلاوی #روغتیا #درمل #د_کیفیت_کنټرول #بازار_څارنه #د_عامې_روغتیا_ساتنه #افغانستان #ارګ #خوړو_خوندیتوب
