د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد ابراهیم غضنفر د افغان سوداګریز پلاوي په مشرۍ د ترکیې–افغانستان د سوداګریزې شورا په غونډه کې ګډون او وینا کړې ده. دغه غونډه د ترکیې په استانبول ښار کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو، پانګه‌والو او د خصوصي سکټور د استازو په ګډون ترسره شوې ده. د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، غضنفر د ترکیې له پانګه‌والو او صنعتکارانو غوښتي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې ګډې پانګونې وکړي. په دې غونډه کې د افغانستان او ترکیې د اقتصادي بنسټونو ترمنځ یو شمېر د همکارۍ تړونونه هم لاسلیک شوي، چې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ګډو پانګونو د زیاتوالي لپاره مهم ګام بلل شوی دی. دغه ناسته د ترکیې–افغانستان د ګډې سوداګریزې شورا د رییس سلیمان جیلیو په مشرۍ او د استانبول لپاره د ا.ا د سرکونسل محمد اکبر عظیمي په ګډون، د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو په حضور کې ترسره شوې ده.

#افغانستان #ترکیه #سوداګري #پانګونه #استانبول #اقتصاد #خصوصي_سکتور #تړونونه

Share.