هرات د تازه مېوو او سبزیو ټولنې رییس عبدالاحد هدایت رحماني ویلي چې د هرات له لارې لس ډوله تازه مېوې د منځنۍ اسیا هېوادونو، عراق او متحده عربي اماراتو ته صادریږي. هغه زیاته کړې چې که څه هم د صادراتو اوسنۍ کچه لا بسنه نه کوي، خو د تېر کال په پرتله د تازه مېوو صادرات له ۵ تر ۱۰ سلنې پورې زیات شوي دي. د هغه په وینا، افغانستان د تازه مېوو د تولید او صادراتو د پراختیا لپاره پراخ ظرفیت لري، او په صادریدونکو مېوو کې هندواڼې، خټکي، ګیلاس، الوبالو، شفتالو او مڼې شاملې دي.
#هرات #تازه_مېوې #صادرات #افغانستان #کرنه #اقتصاد #منځنۍ_اسیا #متحده_عربي_امارات
