په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت ویلي چې د بېشکک ښار کې د افغان–قرغیز سوداګریز فورم په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې سوداګریزې شورا د جوړولو په اړه هوکړه شوې ده. د دې اقدام موخه د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول بلل شوي دي. په دغه فورم کې د افغانستان او قرغیزستان د دولتي ادارو چارواکو، د سوداګرۍ خونو غړو او د خصوصي سکتور استازو ګډون کړی و. په ناسته کې په قرغیزستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست عبدالشکور حقاني ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې پراخ ظرفیت موجود دی او ټینګار یې کړی، چې د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

#افغانستان #قرغیزستان #سوداګري #اقتصادي_همکاري #پانګونه #ټرانزیټ #سوداګریز_فورم

Share.