د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د ناروې سره صلیب د دې ادارې د روغتیايي پروګرامونو د ملاتړ او پراختیا ژمنه کړې ده. د دواړو ادارو د چارواکو په لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او ګډو بشرپاله همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شیخ شهاب الدین دلاور ویلي، اوس مهال نږدې ۱۵۰۰ رواني ناروغان د دې ټولنې په مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي. دلاور د ناروې سره صلیب مرستې اغېزناکې بللي او د زړه ناروغانو او نورو روغتیايي خدماتو د پراخولو لپاره یې د دوامداره ملاتړ غوښتنه کړې ده. بل لوري ته د ناروې سره صلیب ویلي چې د روغتیايي مرکزونو د ملاتړ، د درملو برابرولو او د کارکوونکو د روزنې په برخه کې به همکارۍ ته دوام ورکړي.
#افغاني_سره_میاشت #ناروې_سره_صلیب #روغتیا #بشرپاله_مرستې #روغتیايي_خدمتونه #رواني_روغتیا #درملنه #افغانستان
