د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د تخار ولایت په چاهآب ولسوالۍ کې د څه باندې ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ پراختیايي پروژو عملي چارې پیل شوې دي. د یاد وزارت په وینا، په دغو پروژو کې د څښاک اوبو د دوو شبکو جوړول، د دوو څاګانو کیندل، د ۱۸ زره او ۷۲۰ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول، د ۶۲۰ شیردهنونو او ۶۰ سولري تختو نصب، او همدارنګه د ۶ زره او ۱۲۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال جوړول شامل دي.
#تخار #چاه_آب #کلیو_بیارغونه #پراختیا #څښاک_اوبه #اوبولګونه #پرمختګ #افغانستان
