بلخ ولایت کې د خټکیو د راټولولو له موسم سره هم‌مهاله، کروندګر د دې کرنیز محصول لپاره د مناسب بازار نشتوالي څخه اندېښنه څرګندوي.

یو شمېر کروندګرو نن پنج‌شنبه سلام‌وطندار ته وویل، بهرنیو هېوادونو ته د خټکیو د صادراتو بهیر د بندېدو له امله یې مالي زیانونه لیدلي.

دغه کروندګر او د خټکیو پلورونکي له حکومته غواړي چې د حاصلاتو د ملاتړ لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو، په ځانګړي ډول اوزبیکستان ته د خټکیو د صادراتو زمینه برابره کړي.

ا‌خوا، د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، د کروندګرو د ملاتړ لپاره هڅې روانې دي او روان کال شاوخوا ۱۶ زره هکټاره ځمکه د خټکیو تر کښت لاندې ده.

غازي‌خاني، چتري، سبزک، امیري، لوبلایي، ارکاني، ګرمه او زنبورچه د خټکیو له مهمو ډولونو څخه دي، چې د بلخ ولایت په چهاربولک، چمتال، نهرشاهي، دهدادي او شولګرې ولسوالیو کې یې کښت کیږي.

#بلخ #خټکي #کروندګر #کرنه #صادرات #اوزبیکستان #بازار #حاصلات #افغانستان

Share.