د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار په افغانستان کې د ټاپي پروژې له مشر او د ترکمنستان د کونسلګرۍ له مرستیال بګنج عبداللهیوف سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د چټکتیا او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. هغه په دې لیدنه کې وړاندیز کړی چې د افغانستان په تورغونډۍ او د ترکمنستان په سرحداباد سیمو کې دې یو ګډ افغان ـ ترکمن نندارتون جوړ شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي. په ورته وخت کې، بګنج عبداللهیوف د دغه وړاندیز هرکلی کړی او د ټاپي پروژې د چارو په چټکتیا کې یې د هرات د سیمهییزو چارواکو دوامداره همکاري مهمه بللې ده. ټاپي د ګاز هغه نللیکه ده چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته غځول کېږي.
#ټاپي #هرات #ترکمنستان #افغانستان #اقتصادي_همکاري #سوداګري #ګډ_نندارتون #انرژي
