نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د خوړو او کرنې د سیستمونو بدلون کولی شي په افغانستان او سیمه کې د خوړو خوندیتوب پیاوړی کړي، د کار نوي فرصتونه رامنځته کړي او اقتصادي پياوړتیا زیاته کړي. د راپور له مخې، افغانستان د منځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان د نورو هېوادونو په څېر د اقلیمي بدلونونو، د اوبو کمښت، شخړو او د خوړو د ناامنۍ له جدي ننګونو سره مخ دی. نړیوال بانک باور لري چې د پراخو پانګونو، د سوداګرۍ د چاپېریال د اصلاح او د خوړو د تولید او وېش د ځنځیر د عصري کولو له لارې به تر ۲۰۵۰ کال پورې د افغانستان په ګډون، په سیمه کې، د خوړو او کرنې په سکټور کې د پنځه میلیونه نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو امکان برابر شي.
#افغانستان #نړیوال_بانک #کرنه #خوړو_خوندیتوب #اقتصاد #کارموندنه #اقلیمي_بدلون #خبر
