په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د نیونو او جبري ستنولو لړۍ چټکه شوې ده. د پنجاب ایالت پولیسو ویلي، چې تېره ورځ یې له بېلابېلو سیمو تر ۵۰ ډېر افغان کډوال نیولي او د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته یې لېږدولي دي. د پولیسو په وینا، په نیول شویو کسانو کې د افغان تابعیت کارت (اېسيسي) لرونکي کسان هم شامل دي، چې له مرکزونو به افغانستان ته ستانه کړل شي. پولیسو زیاته کړې، د نیول شویو کسانو د کورنیو غړي به هم ورسره ونیول شي او لنډمهاله پنډغالو ته به انتقال شي.
#افغان_کډوال #پاکستان #کډوالي #جبري_ستنېدل #پنجاب #افغانستان #کډوالو_ستونزې #نړیوال_خبرونه
