د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې ویلي، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو خونې، د هند د شمالي تخمونو ټولنې او د افغانستان نړۍوال نندارتون مرکز ترمنځ درې‌اړخیز تړون لاسلیک شوی دی. د یادې خونې په وینا، دغه تړون به په راتلونکو کرنیزو نندارتونونو کې د هندي تولیدوونکو او سوداګرو ګډون اسانه کړي او د افغانستان او هند ترمنځ به د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې فرصتونه پراخ کړي. مسوولین وایي، دا هوکړه به له منځنۍ آسیا سره د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې هم مهم رول ولوبوي او د کرنیز سکټور د ودې لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي.

#افغانستان #هند #کرنه #مالداري #سوداګري #کرنیز_محصولات #اقتصاد #افغان_خبرونه

Share.