د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر، برهام صالح، سره کتلي او د افغان کډوالو د وضعیت، له راستنېدونکو کډوالو سره د بشري او پراختیايي مرستو او له افغانانو سره د راتلونکو همکاریو په اړه یې خبرې کړې دي. د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، برادر په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه او نړیوال بنسټونه دې خپلې مرستې پراختیايي پروژو ته ځانګړې کړي، ترڅو راستنېدونکو کډوالو او په کور دننه بې‌ځایه شویو افغانانو ته د سرپناه، ښوونځیو، برېښنا، پاکو اوبو، کاري فرصتونو او نورو بنسټیزو خدمتونو زمینه برابره شي. په همدې حال کې، برهام صالح ویلي چې د افغانستان لپاره به د نړیوالې ټولنې د لا ډېرو مرستو د جلبولو هڅو ته دوام ورکړي، څو د افغانانو د ژوند د ښه والي او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

#افغانستان #ملا_عبدالغني_برادر #کډوال #ملګري_ملتونه #پراختیا #بشري_مرستې #اقتصاد #راستنیدونکي_کډوال #بنسټیز_خدمتونه

Share.