د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې نږدې یو میلیون او ۵۰۰ زره ټنه خوراکي، ودانیز او نور توکي افغانستان ته وارد شوي او شاوخوا ۶۶ زره ټنه کورني تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. د یادې خونې په وینا، حیرتان بندر دا مهال د ورځې او شپې په ۲۴ ساعتونو کې د توکو د لېږد رالېږد لپاره فعال دی. بلخوا، سوداګرو په دغه بندر کې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، د تګ‌راتګ پر مهال له دوی څخه لوړې فیسونه اخیستل کېږي. هغوی له اړوندو چارواکو غوښتي چې دغه فیسونه راکم کړي.

#حیرتان_بندر #بلخ #سوداګري #افغانستان #واردات #صادرات

Share.