د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو وروسته به په ټول هېواد کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د نیولو او ایستلو عملیات لا پراخ او چټک کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه افغان وګړي چې قانوني ویزه نه لري او په دغه هېواد کې اوسېږي، نیول کېږي او له پاکستانه به وایستل شي.

حکومت خبرداری ورکړی چې له دغو کسانو سره د مرستې یا د استوګنې د برابرولو په صورت کې به د پاکستاني وګړو پر وړاندې هم قانوني اقدامات ترسره شي.

چارواکي وایي، د افغان وګړو د جیوټګنګ او جیوفېنسنګ بهیر بشپړ شوی او د همدې معلوماتو پر بنسټ به د نیولو عملیات پراخ شي. همداراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د عملیاتو ورځني راپورونه ور وسپاري.

#پاکستان #افغان_کډوال #کډوالي #ویزه #بېرته_ستنېدل #افغانستان #نړیوال_خبرونه

Share.