په پاکستان کې د افغان کډوالو د اېستلو د عملیاتو له پیل سره سم، یو شمېر افغان کډوال وایي، د کورونو مالکانو ترې غوښتي چې ژر تر ژره خپل کورونه خالي کړي. کډوال وايي، نه پوهېږي چېرته ولاړ شي، ځکه د بې‌اسناده افغانانو لپاره د نوي استوګنځي موندل ستونزمن شوي دي. د پاکستان حکومت له امنیتي ادارو غوښتي چې بې‌اسناده افغان وګړي ونیسي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی، چې د کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه او په خوندي شرایطو کې ترسره شي.

#افغان_کډوال #پاکستان #کډوال #دافغانانوستونزې #بېرته_ستنېدل #UNHCR #افغانستان

Share.