د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې څلور زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یادکمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۷۹۰ کورنۍ چې ۴۱۰۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي. د خبر له مخې، تېره ورځ ۷۷۲ راستنې شوې کورنۍ چې ۴۲۹۹ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۷۹۳ کورنیو سره مرسته شوې ده. یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۷۵۰ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
#افغان_کډوال #بېرته_ستنېدل #ایران #پاکستان #افغانستان #راستنېدونکي_کډوال #کډوالو_ستونزې
