په بلخ ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت د نفتي توکو د کیفیت ارزونې یو پرمختللی لابراتوار جوړ او فعال شوی دی. د مسوولینو په وینا، دغه مرکز په ۳۶ پرمختللو وسایلو سمبال دی او د نړۍوالو معیارونو له مخې د بېلابېلو نفتي توکو کیفیت ارزوي. چارواکي وایي، د دې لابراتوار په فعالېدو سره به د ټیټ کیفیت لرونکو نفتي توکو د وارداتو مخه ونیول شي او د بهرنیو لابراتوارونو اړتیا به کمه شي. په دغه مرکز کې د پټرولو، ډیزلو، موبیلو او د الوتکو د سون‌توکو ازموینې هم ترسره کېږي. د نفتي توکو سوداګر وایي، اوس د تېلو د کیفیت ازموینې پایلې د څو ورځو پر ځای په دوو تر درېیو ساعتونو کې ترلاسه کولی شي.

#بلخ #نفتي_توکي #کیفیت_ارزونه #لابراتوار #اقتصاد #سوداګري #افغانستان #د_تیلو_کیفیت

Share.