د کندز ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست ددې ولايت په مرکز قندهاري تپه علي کلي کې د هغه سړک د بيارغونې عملي چارې پيل کړې چې څه موده وړاندې د سېلابونو له امله زیانمن شوی وو

. د مسؤلینو په وینا، په دې پروژه کې د ۶۵ متره سړک رغول او د،۷۰۰ ګبیوني جالونو کارول شامل دي چې ورسره به د سیمې ۲۰ تنه اوسېدونکي هم په کار وګومارل شي. چارواکي زياتوي، د دې پروژې موخه د خلکو د تګ راتګ اسانتیا، د سېلابونو د زیانونو جبران او د عامه زیربناوو پیاوړتیا ده.

#کندز #بیارغونه #سېلاب #عامه_زیربنا #سړک #پېښو_پر_وړاندې_چمتووالی #افغانستان

Share.