د امریکا له هوايي بریدونو وروسته، د هرات صنعتکارانو او واردوونکو په بندرعباس او چابهار بندرونو کې د خپلو سوداګریزو توکو د بند پاتې کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

سوداګر وایي، جګړې د خامو موادو د لېږد بهیر له ځنډ سره مخ کړی او د مالونو د زیانمنېدو خطر یې زیات کړی دی.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې له ایرانه غوښتي چې د افغان سوداګریزو توکو د پروسس او لېږد بهیر چټک او خوندي کړي.

بندرعباس او چابهار بندرونه افغانستان ته د وارداتي توکو د لېږد له مهمو ترانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي.

#افغانستان #هرات #سوداګري #بندرعباس #چابهار #صنعتکاران #واردات

Share.