د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته له ۳۰۰ زره ټنو ډېر سوداګریز توکي وارد شوي دي.
د یادې خونې د مسوولینو په وینا، د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ له فعالېدو وروسته د سوداګریزو توکو د لېږد لګښتونه د پام وړ کم شوي، چې له امله یې ډېری سوداګر د خپلو مالونو د لېږد لپاره د اورګاډي ترانسپورټ ته لومړیتوب ورکوي.
د مسوولینو په خبره، د وارداتو ترڅنګ د افغانستان زنک خاوره، کاني ډبرې او یو شمېر صنعتي محصولات هم د همدې پټلۍ له لارې بهرنیو بازارونو ته صادریږي، چې د هېواد د صادراتو په پراختیا او اقتصادي فعالیتونو کې مهم رول لري.
د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ افغانستان له سیمهییزو او نړیوالو بازارونو سره نښلولی، اوسمهال د همدې ترانسپورتي دهلېز له لارې له څو هېوادونو سوداګریز توکي هرات ته واردېږي، چې د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.
#هرات #خواف #اوسپنې_پټلۍ #سوداګري #واردات #صادرات #ترانسپورټ #افغانستان
