د کندز ولایت د اقتصاد ریاست مسوولین وایي، د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ۸.۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت ټولټال ۱۳۵ پراختیایي پروژې پلې شوې او له بشپړېدو وروسته د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شوې.

د یاد ریاست په وینا، په دغو پروژو کې د بیارغونې، ترانسپورټ، پوهنې، روغتیا، اوبو رسونې، کرنې او نورو بنسټیزو برخو اړوند پروژې شاملې دي، چې موخه یې د عامه خدمتونو ښه کول، د خلکو د ژوند د شرایطو ښه والی او د ولایت د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ چټکتیا ده.

د اقتصاد ریاست مسوولین زیاتوي، د دغو پروژو په پلي کېدو سره زرګونو اوسېدونکو ته د اساسي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره شوې او تمه ده چې د ولایت په اقتصادي ودې او د خلکو په هوساینې کې به مهم رول ولوبوي.

#کندز #اقتصاد #پراختیا #پراختیایي_پروژې #بیارغونه #افغانستان

Share.