مالیې وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۵ کال د زمري له ۱۰مې د تثبیت شویو متقاعدینو د حقوقو د ورکړې لپاره د نوملیکنې دویم پړاو پیلېږي. یاد وزارت ویلي، په لومړي پړاو کې د عدلیې وزارت او د کورنیو چارو وزارت د سمنوالانو متقاعدین شامل دي او د نوملیکنې بهیر به د ۱۴۰۵ کال د تلې تر ۱۰مې دوام وکړي. مالیې وزارت له کورناستو غوښتي چې د متقاعدینو ویبپاڼې له لارې خپل معلومات تعقیب کړي او یوازې هغه کسان دې مراجعه وکړي چې نومونه یې په اعلان شوي نوملړ کې شامل وي.
#مالیې_وزارت #متقاعدین #نوم_لیکنه #حقوق #افغانستان
