په کندز کې د تېرو لسو میاشتو په ترڅ کې کشف او ضبط شوي نشه‌يي توکي د ولایت مقام او امارتي ادارو د استازو په حضور کې وسوځول شول.

د کندز امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وايي، په دغو توکو کې ۷۷۶ کیلوګرامه تریاک، ۲۶۳ کیلوګرامه چرس، ۱۹ کیلوګرامه شیشه، ۴۷ کیلوګرامه هیروین، له ۸ زرو ډېر د تابلیت‌کا ګولۍ، ۱۹ زره د زیکپ ګولۍ، یو شمېر الکولي مواد او خام نشه‌يي توکي شامل دي.

د مسوولینو په وینا، دغه نشه‌يي توکي په ۳۷۴ قضیو کې کشف شوي او په تړاو یې ۴۱۶ کسان نیول شوي دي.

مسوولین ټینګار کوي چې په کندز کې به د نشه‌يي توکو د پېر او پلور پر وړاندې مبارزه په جدي توګه دوام ولري.

#کندز #نشه_يي_توکي #مخدره_مواد #مبارزه_له_نشه_يي_توکو #تریاک #چرس #هیروین #شیشه #امنیت

Share.