په بلخ کې د شاوخوا ۲ میلیونه ډالرو په پانګونې د اوړو نوې تولیدي فابریکه فعالیت پیل کړی دی. د یادې فابریکې مسوولان وايي، دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۸۰ ټنه اوړو د تولید وړتیا لري. اوس مهال په دغه فابریکه کې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د ظرفیت له لوړولو سره به د کارکوونکو شمېر هم زیات شي. د بلخ د غله‌جاتو ټولنه وايي، په دغه ولایت کې دا مهال ۴۸ د اوړو تولیدي کارخونې فعالیت کوي. مسوولین وايي، د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا به د وارداتو د کمېدو او د هېواد د اقتصادي ودې ترڅنګ، د بې‌کارۍ په کمولو کې هم مرسته وکړي.

#بلخ #اوړه #تولیدي_فابریکه #کورني_تولیدات #پانګونه #کارموندنه #اقتصادي_وده #افغانستان

Share.