د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ افغان پلاوي بلاروس ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له «منسک» تراکتور جوړولو فابریکې څخه لیدنه کړې ده. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، افغان پلاوي د فابریکې د تراکتورونو او بېلابېلو کرنیزو ماشینونو د تولید له برخو لیدنه وکړه او د تولید له بهیر، د تراکتورونو له بېلابېلو ډولونو او کرنیزو وسایلو سره یې بلدتیا پیدا کړه. په دې لیدنه کې د «منسک» فابریکې اجراییوي مرستیال افغانستان سره د همکاریو د پراختیا لپاره چمتووالی څرګند کړی او افغانستان ته یې د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د صادرولو ډاډ ورکړی. دواړو لورو د کرنې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د کرنیزو وسایلو د برابرولو پر فرصتونو هم خبرې کړې دي.

#افغانستان #بلاروس #کرنه #کرنیز_ماشینونه #تراکتور #منسک_فابریکه #کرنیزې_همکارۍ #اقتصادي_همکارۍ

Share.