د ازموینو عمومي ادارې خبر ورکړی چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د اکمال تخصص ریاست په مرکز او ولایتونو کې د تخصص ټرېني بستونه اعلان کړي دي. د دغې ادارې ویاند ناصر خان شېرزی وايي، هغه ډاکټران چې د ۱۴۰۴ کال د اکمال تخصص په ازموینه کې بریالي شوي او د نوم‌لیکنې شرایط پوره کوي، کولای شي د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې دغو بستونو ته نوم‌لیکنه وکړي. د شېرزي په وینا، د تخصص ټرېني بستونو ازموینه به د ازموینو عمومي ادارې له لوري په شفاف ډول ترسره شي.

#اکمال_تخصص #طبي_ډاکټران #تخصصي_بستونه #ازموینه #عامې_روغتیا #افغانستان

Share.