د بغلان ولایت دځایي چارواکو د هڅو پر بنسټ، د پلخمري–دوشي پر لویه لار د سړک د ترمیم او داغګیرۍ عملي چارې پیل شوې دي.

د ټولګټو چارو ریاست د کاري پلان له مخې، د سړکونو د ساتنې او مراقبت اړوند کارکوونکو او شته ماشینرۍ په وسیله د یادې لارې د خرابو برخو د ترمیم او داغګیرۍ چارې ترسره کېږي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د سړک په ګڼو برخو کې رامنځته شوې کندې پرې شوې او پاکې شوې دي، چې د اسفالټ اچونې لپاره چمتو دي.

د مسؤلینو په وینا، د دغو چارو موخه د پلخمري–دوشي لویې لارې د خرابو برخو ترمیم، د موټرچلوونکو او مسافرو لپاره د تګ راتګ د اسانتیاوو رامنځته کول او د سړک د خوندیتوب کچې لوړول دي.

#بغلان #پلخمري #دوشي #سړک #ترمیم #ټرانسپورټ #افغانستان

Share.