د شمالختیځ زون د رواني روغتیا د درملنې له مرکز څخه ۵۰ رواني ناروغان د درملنې او روغتیايي پاملرنې له بشپړېدو وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د مسوولانو په وینا، دغه مرکز ۱۵۰ بستره لري او اوس مهال د بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو ۱۴۶ ناروغان په کې تر درملنې او روغتیايي پاملرنې لاندې دي.
مسوولان له کورنیو غواړي چې له درملنې وروسته هم د ناروغانو د روغتیايي پاملرنې، د درملو د منظم استعمال او ملاتړ په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
#رواني_روغتیا #کندز #بدخشان #تخار #بغلان #روغتیا #درملنه
